پښتونخوا ولسي تحریک د پاکستان حکومت پر وفاقي بجټ انتقاد کړی دی چې پکې د کاشغر ګوادر لار لپاره د وزیراعظم نواز شریف له ژمنې سره سم پیسې نه دي ایښودل شوې.
د تحریک مشر ډاکتر سید عالم مسود تېره ورځ د پېښور خبریالانو په مرکز کې د غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل، په بجټ کې د مشرقي لار لپاره ډېرې زیاتې پیسې ایښودل شوې دي.
د مې پر ۲۸مه په شوې ټولګوندیزه غونډه کې وزیراعظم نواز شریف ژمنه کړې وه چې تر ټولو اول به له پښتون مېشته سیمو پر تېرېدونکې لار کار پیلوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین ویلي، د کاشغر ګوادر لار د پاکستان د بقا مسله ده نو وفاقي حکومت باید پر خپلې ژمنې عمل وکړي.
دا خبره نوموړي تېره ورځ د پېښور خبریالانو په مرکز کې د کاشغر ګوادر لار په اړه د پښتونخوا ولسي تحریک د غونډې پر مهال مشال راډيو ته وکړه.
په غونډه کې پښتونخوا ولسي تحریک د پاکستان حکومت پر وفاقي بجټ انتقاد وکړ او ویې ویل چې له پښتون مېشته سیمو تېرېدونکې غربي لار لپاره پکې کمې پیسې ایښودل شوې دي.
د مې پر ۲۸مه په شوې ټولګوندیزه غونډه کې وزیراعظم نواز شریف ژمنه کړې وه چې تر ټولو اول به پر غربي لار کار پیلوي.