نن د « یوګا » لومړۍ نړیواله ورځ لمانځل کیږي

هند کې د یوګا مینه وال

نن په هندوستان او د نړۍ په ګڼ شمېر هيوادونو کې زرګونو د « يوګا » مينه والو د دې ورزش په کولو سره د يوګا لومړۍ نړيواله ورځ ولمانځله.

د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي، چې په ملګرو ملتونو کې يې د جون يويشتمه د یوګا د نړيوالې ورځې په توګه د ټاکلو غوښتنه کړې وه، په نوې ډيلي کې د عادي خلکو، حکومتي چارواکو او بهرنيو ډپلوماټانو تر څنګ خپله د يوګا ناليچه هواره کړه.

هند کې د یوګا مینه وال

مودي ګډونوالو ته وويل چې دوی د انساني تفکر روزنه کوي چې د سولې او برابرۍ يو نوی عصر پيل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان سفير اشوک کمار مکرجي د جمعې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل:

« د يوګا تمرکز پر دې دی چې پر تاسو او ستاسو پر چاپېريال فشارونو او غوښتنو ته کتنه وشي او وکتل شي چې له لږ شي څخه څومره زياته ګټه اخيستل کېدای شي.»

د يوګا ورزشونه د هندوستان د ټولو ايالتونو پر مرکزونو کې هم تکرار شول.