د وزيرستاني کډوالو وژنه او د رياست ذمه واري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جون مياشتې پر ۲۱مه نېټه د ايف آر بنو په بکاخېل سيمه کې د شمالي وزيرستان د بې کوره کړل شوو کډوالو په یوه کېمپ کې د احتجاج پر مهال د پاکستانیو پوځیانو په ډزو دوه کډوال مړه او نهه نور ژوبل شول. د دې مرګ ژوبلې پر ضد نن (سېشنبه) د شمالي وزيرستان کډوالو د پېښور پرېس کلب مخې ته د خپلو غوښتنو په حق کې مظاهره وکړه. پر دې مهال دوی د امنيتي سرتېرو په ډزو د دوو کډوالو وژنه هم وغندل. د کرښې پر غاړه نننۍ خپرونه کې د کډوالو پر غوښتنو د او درياست پر غبرګون بحث شوی دی. کوربه شاهين بونېری دی