'افغانستان ته بهرني وسله وال لکه ملخ راالوتي دي'

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفیر ظاهر طنین

ظاهر طنین وویل، د دوی د شمیرې ترمخه دا وخت څه نا څه ۷۰۰۰ بهرني وسله وال په افغانستان کې موجود دي، چې پکې ازبکان، چیچن، تاجک او پاکستانیان شامل دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفیر ظاهر طنین وایي، په افغانستان کې دا وخت څه نا څه اووه زره بهرني وسله وال موجود دي، چې په دغه هېواد کې ناامني او بې ثباتي خوروي. بلخوا پرون «سېشنبه» د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې پر افغان پارلمان د وسله والو طالبانو برید په سختو ټکو وغانده.

د مشال راډیو د انګرېزۍ څانګه لیکې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو لخوا د تشدد پیښې زیاتې شوې دي، چې دغې افغانان سخت اندیښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفیر ظاهر طنین وایي، هېواد یي دا وخت د وسلوالو طالبانو د یوې بې سارې بڼې اوښتو له بریدونو سره مخامخ دی. چېرته چې تر اووه زرو پورې بهرني جګړه مار او نورې وسلوالې ډلې شتون لري. په دوی کې د اسلامي دولت ډله هم شامله ده، چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیاتول غواړي.

ظاهر طنین دا خبرې پرون «نهې» په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې تر هغهقرارداد وړاندې وکړې، چې پکې پر افغان پارلمان د طالبانو برید په سختو ټکو وغندل شو.

ظاهر طنین وویل، وسله وال غواړي د هېواد په ټولو ولسوالیو او ولایتونو قبضه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي نکولس هیسم امنیت شورا ته وویل، افغان امنیتي عسکر له هغې وروستو تر ډېرو مشکلاتو او چېلنجونو تېر شول، کله چې ورته د خپل هېواد د امنیت پوره ذمه واري وسپارل شوه.

نکولس هیسم وویل که څه هم په دغه هېواد کې د امنیت مسلې زیاتې شوې دي، خو افغانستان د دغه امنیتي چیلنجونو مقابله کوي، او په دغه لړ کې د افغان امنیتي عسکرو قربانۍ د ستاینو وړ دي.

ظاهر طنین او نکولس هیسم دواړو وویل افغانستان ته د بهرنیو وسلوالو د راتګ یوه مهمه وجه د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو خلاف پوځي عملیات هم دي. د دغه عملیاتو له وجې ځینې وسلوال افغانستان ته واوښتل.

ظاهر طنین وویل، د دوی د شمیرې ترمخه دا وخت څه نا څه ۷۰۰۰ بهرني وسله وال په افغانستان کې موجود دي، چې پکې ازبکان، چیچن، تاجک او پاکستانیان شامل دي.

نکولس هیسم وایي افغانستان د نړۍ یو په ۱۰ و غریبو هېوادونو کې دی، چېرته چې وسله وال له ګاونډیو هېوادونو راځي او په دغه هېواد کې ناامني او بې ثباتي خوروي.

پرون د نهې پر ورځ امنیت شوراپه یو قرارداد کې پر افغان پارلمان د وسلوالو طالبانو برید وغانده، او دغه یې د جمهوریت او د قانون بالادستۍ لپاره یو زیان وګرځاوه.