امریکا له افغانستان سره ژمنه کړې چې د سپټمبر میاشتې تر نیمايي به د دې هیواد د فضايي حدودوڅارنې ته دوام ورکړي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې یوه چارواکي، قاسم وفايي زاده د چهارشنبې پر ورځ مشالراډیو ته وویل، له امریکا سره قرارداد د روانې میاشتې په پاي کې بشپړیږی خو امریکا ژمنه کړې چې نورې 2 نیمې میاشتې به زموږ د فضايي حدودو د څارنې مسولیت واخلي.
وفايې زاده څرکنده کړه چې د سپټمبر تر نیمايي وروسته به د افغانستان د فضايي حدودو د څارنې چارې یوه بل شرکت ته وسپارل شي.
نوموړي د دې بل شرکت یا کمپنۍ په اړه نور مالومات ورنکړل.