د پاکستان الیکشن کمیشن د جولایي میاشتې پر۵ نیټه د خیبر پښتونخوا د څوارلس ضلعو په ۳۵۶ پولینګ سټیشنونو یو ځل بیا د انتخاباتو اعلان کړی دی.
چارواکي وايي چې دا انتخابات په هغه پولینګ سټیشنو کېږي چې د مئ په ۳۰ نیټه شوو ټاکنو کې ګډودي مخې ته راغلې وه.
بلخوا دې انتخاباتو کې برخه اخستونکي د سیاسي ګوندونو غړیو غوښتنه کړې چې دا انتخابات دې د روژې وروسته وکړل شي.