۱۲ کلن ماشوم د هزاره ګانو د حقونو غږ پورته کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې په کوټه کې وخت په وخت پر هزاره ګانو وسله وال بریدونه کېږي، د دې ټولنې یو ماشوم وايي، پر وېرونې، بریدونو او ځورونې سربېره به د اهل تشیع هزاره ګانو د حقونو لپاره غږ (ږغ) پورته کوي. کربلايي محمد ابتهاج په دې وروستیو کې د برتانیې په مشرانو جرګې یا هاوس اف لارډز کې په کوټه کې د هزاره ګانو د ژوند په اړه یوه کنفرانس ته وینا وکړه. ابتهاج هغه ماشوم دی چې د وسله والو په برید کې یې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي ول. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.