د افغان حکومت او طالبانو خبرې، هېلې او اندېښنې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان سولې عالي شوری او افغان طالبانو ترمنځ بلاخره د سېشنبې په ورځ د پاکستان په مرسته په اسلام آباد کې په رسمي توګه خبرې اترې وشوې. رسمي په دې مانا، دا لومړی ځل دی چې پاکستان او افغانستان د خبر پاڼو په خپرولو سره پخلی وکړ او د مذاکراتو ځينې جزيات يې ورکړل. په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي حکومت تر جوړېدو وروسته د سولي په عمل کې تيزی راغلی دی او د اسلام آباد او کابل اړېکې هم په ظاهره ښه شوي دي. خبر پاڼې وايې، چې د خبرو اترو بل دور به له روژې وروسته کېږي. که څه هم دا يو مهم پرمختګ بلل کېږي خو اوس هم خبرو اترو يو شمېر پوښتنې راپيدا کړې دي. آیا په مذاکراتو کې شامل طالبان مشران خپله د تحريک طالبان افغانستان استازيتوب کوي او که نه؟ د طالبانو قطر دفتر څه حيثيت لري، پاکستان پر طالبانو باندې په نفوذ کې څومره او کوم مشکلات لري او آيا په مجموعي توګه دا هغه څه دي چې افغان حکومت، ولس، او نړېوالو ورڅخه تمه کوله.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې کوربه دغه اوسنی پرمختګ څېړلی چې مېلمانه یې په پېښور کې د دفاع چارو کارپوه بريګېډيېر ريټايرډ سعد محمد خان، خبريال سميع يوسفزی چې د طالبانو پر چارو ډير ژور نظر لري او له کابله يړونکی او ليکوال حکمت الله اعظمي دي.