نېب د سیاستوالو ضد د درغلیو کېسونه بیا راپورته کړل

د قانوني او سياسي چارو له څېړونکي افتخار ګيلاني نه وپوښتل نو هغه وويل که چرې دا تورونه په دې خلکو ثابت شو نو له دې به د ملک جمهوريت او سياست ته ډېر نقصان ورسي.

نېب «قامي احستاب بيورو» د درغلۍ د ١٥٠ کيسونو متعلق رپورټ په سپريم کورټ کې جمع کړی دى چې پکې د ملک په غټو غټو سياستوالو په خپل دور کې د اربونو روپیو درغلۍ تورونه لګول شوي دي او دا شان یې خپل اختيارات ناروا کارولي دي.

په اسلام آباد کې د نهې په ورځ قامي احتساب بيورو »نېب» د وزير اعظم نوازشريف په شمول د غټو غټو سياستدانانو د درغلیو متعلق يو رپورټ جمع کړی دی. په دې کې ويل شوي، نوازشريف په رايونډ کې په سرکاري خرڅ خپل کور ته پوخ سړک تېر کړی دی چې ١٢ نيم کروړه رويۍ لګښت پر راغلی وو او دا شان یې په ايف ای اې کې غير قانوني ګمارنې هم کړی دی.

د دې ترڅنګ په رپورټ کې ويل شوي دي چې پخواني صدر اصف علي زرداري د ٢٢ اربه روپو او د يو نيم کروړ ډالره غير قانوني اثاثې جوړې کړې دي.

له دې سربيره پر پخوانيو وزير اعظمانو يوسف رضاګيلاني او پروېز اشرف باندې او دا رنګ په افتاب احمد خان شېرپاو د پنجاب په وزير اعلا شهباز شريف د بلوچستان په پخواني وزير اعلا اسلم ريساني په چودري پروېز الهي د خزانې په وفاقي وزير اسحاق ډار او په نورو يو شمېر سياستدانانو هم د درغلۍ تورونه لګول شوي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د قانوني او سياسي چارو له څېړونکي افتخار ګيلاني نه وپوښتل نو هغه وويل که چرې دا تورونه په دې خلکو ثابت شو نو له دې به د ملک جمهوريت او سياست ته ډېر نقصان ورسي.

نوموړي زياته کړه:

«زه نه پوهېږم چې له ١٥ کالو راهیسې دا کېسونه له نېب سره پراته ول. په دې موده کې دوی څه کړي دي. څۀ یې نه دي کړي. نو سپريم کورټ به ورته زيات نه زيات هم دا وايي چې تاسو پلټنې روانې ساتئ او دا خبره هم ده که د چا پر ضد یو څه ثابت شو نو له دې به د دې ملک په سياست ډېر بد اغيز وغورځېږي. د خلکو به پر سياستوالو اعتماد ختم شي او مارشلاْ ته به بلنه ورکوي او غواړي به چې پوځ د ملک واک په لاس کې واخلي نو دا رنګ به دا د دې ملک لپاره ښه نه وي»

بل پلو وفاقي حکومت د نيب دا تورونه مسترد کړی دی او وايي چې ١٥ کاله روستو نېب ته دا معامله راياده شوه په دې اړه د اطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد په اسلام آباد کې رسنيو سره خبرو کې وويل:

«دا الزام په ١٩٩٩ کال کې لګول شوی دی او اوس ٢٠١٥ کال دى نو په ١٥ کالو کې نېب خپل دا الزام عدالت ته هم نه دې وړى. د چا پر ضد مقدمه چلول يا سزا ورکول خو لا لرې خبره ده يواځې د مقدمې کاروايي یې هم نه ده شورو کړې»

ياده دې وي چې د پنجاب وزير اعلي شهباز شريف هم يو خبري کانفرنس کې د نېب دا تورونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې تر اوسه یې ٥ اربه ٢٢ کروړه اتيا لکه روپۍ بنکونو ته ټېکسونه ورکړي دي.