'مرستې که د چین وي یا امریکا، پر فاټا یې تش ۵٪ لګېږي'

د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار يو بيان کې ويلي دي چې له دې مرستې به د کډه کونکيو کورنيو مسلې په ښه شان هوارې شي او په واپسۍ کې به یې لاس وشي.

چين، پاکستان ته د فاټا کډوالو پرځای کولو هلته د ټولنیزې څانګې د پرمختګ لپاره یې د يو کروړ ډالرو مرسته اعلان کړې ده، خو بل خواد قبايلي سيمو مشران وايي چې تر دې وړاندې هم د فاټا لپاره ګڼو نورو ملکونو ډېر فنډونه ورکړي دي خو حکومت یې دوی ته نه ورکوي.

په اسلام آباد کې د شورو په ماښام په پاکستان کې د چين سفير سن وایيډونګ او د پاکستان اقتصادي چارو ډويژن سيکرېټري تر محمد سليم سېټي يو تړونلاسليک کړ چې له مخې یې چين ډېر ژر پاکستان ته د قبایلي سیمو بې کوره شوو خلکو د بیا پرځایولو او د ټولنیزې څانګې د پرمختګ لپاره يو کروړ ډالر ورکړي.

په دې مرسته د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار يو بيان کې ويلي دي چې له دې مرستې به د کډه کونکيو کورنيو مسلې په ښه شان هوارې شي او په واپسۍ کې به یې لاس وشي.

خو بل خواله جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړې مولانا جمال الدين وايي چې دوی په دې مرسته د چين مننه کوي خو د دې مرستو به دوې ته هېڅ فايده ونه رسي ځکه چې دا د حکومت کور ته ځي او حکومت یې هغه شان نه خرڅ کوي چې څنګه پکار وي.

د نوموړي په وينا بايد چې حکومت د فاټا ولس لپاره زيات نه زيات فنډ ورکړي.

جمال الدين زياته کړه: «د کومو خلکو چې کورونه وران شوي دي هغه د لکونو او کروړونو دي ځينې د شلو لکو ځينې پکې د دېرشو لکو دي او حکومت يواځې څلور څلور لکه روپۍ ورکوي، چې بېخي لږ دي بايد چې حکومت د شمالي وزيرستان د بې کوره شوو خلکو پوره پوره مرسته وکړي او د چين لخوا له مرستې سره سره خپله هم یو څۀ وکړي ځکه چې دې خلکو د وطن لپاره قربانۍ ورکړې دي او دا شان دغلته لویې لویې منصوبې شورو کړي که د دې لپاره حکومت له چا پور اخلي که مرسته غواړي او که خپله یې ورکوي خو پکار ده چې حکومت هم یو څه وکړي»

کله چې مشال راډيو د قبايلو يو مشر او د شمالي وزيرستان د متاثرينو د قامي کميټۍ له جنرل سيکرېتري ملک غلام خان وزيره وپوښتل نو هغه وويل چې تر دې وړاندې هم د فاټا لپاره ډير فنډونه راغلي ول خو دوی ته نه ورکړل شول.

نوموړي وويل: «د فاټا په نامه مخکې هم ډير فنډونه راغلي دي امريکا هم وړاندې د فاټا لپاره ٢٥ کروړه ډالره اعلان کړي ول د فاټا د بې کوره کړل شوو خلکو ستنولو لپاره چې څومره هم فنډونه له بهرنیو هېوادونو راځي په سلو کې پنځه یې په فاټا لګېږي او د ٩٥ ٪ درک نه لګېږي او موږ په دې لړ کې د چين هېواد مننه کوو چې د قبايلو لپاره یې دا مرسته اعلان کړه خو پکار ده چې دا موږ ته په سم ډول راکړل شي او هلته چې کوم دکانونه مارکيټونه کورونه ړنګ شويدي چې دا پيسې په هغه باندې په سم ډول ولګېږي خو مو‌ږ له حکومته دا هيله نه لرو چې دغه پسې به په قبايلي سيمو ولګوي«

د ذکر ده تر دې وړاندې هم د چين حکومت پاکستان ته د فاټا پرمختګ او بحالۍ لپاره دولس کروړه ٩٠ لکه ډالره مرسته ورکړې وه.