راج ولي شاه خټک تل د پښتو ژبې ودې لپاره زیار یوست

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک د پښتو ژبې نوموتی لیکوال، شاعر، او څېړنکار وو. نوموړي د پښتنو د ژوند ژواک او کلتوري او ادبي تاریخ په اړه يې دیارلس کتابونه لیکلي ول. ښاغلی خټک د پښتو اکیډمۍ ډایرېکټر په توګه هم د پښتو ژبې په وده کې یو مهم کردار ادا کړی وو. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک په ژوند او ادبي زیار خبرې کوو. کوربه شاهین بونیری دی