پښتانه ځوانان پر ټولنيزو رسنېو د امن موضوع څېړي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې نن پر دې خبرې کوو چې د پاکستان او افغانستان پر زمکه د سولې او امن لپاره په روانو هلو ځلو کې د دې دواړو هيوداونو ځوانان په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا يا ټولنېزو رسنېو د لارې څه رول لوبولی شي؟ موږ سره ميلمانه دي له شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی ليکوال او د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر محسن داوړ او د افغان ځوانانو په نمايندګۍ د جرمني د هنور يا هنوفر پوهنتون د پي ايچ ډي زده کونکی او د سوشل مېډيا فعال محمد تنها.
دوي دواړه پر دې عقيده دي چې پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپل تاريخه بې خبره دي.