"په انګور اډه کې دي د افغانستان او پاکستان پوله پرانیستل شي"

د پاکستان او افغانستان پوله - چمن

د جنوبي وزیرستان د سرحدي سیمې انګور اډې خلک غوښتنه کوي چې پاکستان او افغان چارواکي دي د خلکو تګ راتګ ته اجازه ورکړي

ډېره اسماعیل خان: د جنوبي وزیرستان د سرحدي سیمې انګور اډې خلک غوښتنه کوي چې پاکستان او افغان چارواکي دي د خلکو تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

دوی وايي چې هلته د خلکو پر تګ راتګ له هغه وروسته بندیز لګېدلی چې په دې ورستیو کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې.

ځايي خلک وايي ، د دواړو هیوادونو چارواکي دي د خلکو پر تګ راتګ لګېدلی بندیز لرې کړي چې دوی ته اساني جوړه شي.

د انګور اډې خلکو د دې ستونزې پر ضد احتجاج هم وکړ.

د انګور اډې یو اوسیدونکي محب الله مشال راډیو ته وویل چې د پولې له تړل کېدو ورسته يې کاروبارونو ته په لکونه روپۍ نقصان رسیدلی دی.

د روانۍ میاشتې پر لومړۍ نیټه د پاکستاني او افغان ځواکونو تر مینځ نښته هغه مهال پیل شوې وه چې پاکستاني ځواکونو په انګور اډه کې د باب وزیرستان و پاکستان په نوم د دروازې پر جوړولو کار پیل کړی وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصیل د سېلاب محسود په رپوټ کې دلته واورئ