په کوټه کې د اواران د عملياتو پر ضد احتجاج شوی دی

د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د جمعې پر ماځيګر ګڼو پېغلو او ځوانانو د بلوچ نيشنل فرنټ له خوا په بلوڅ مېشته اواران سیمه کې د عملياتو پر ضد احتجاج وکړ.

د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د جمعې پر ماځيګر ګڼو پېغلو او ځوانانو د بلوچ نيشنل فرنټ له خوا په بلوڅ مېشته اواران سیمه کې د عملياتو پر ضد احتجاج وکړ.

احتجاج کوونکو تور پورې کړ، چې د ځواکونو له خوا په دې عملياتو کې بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي، ټپيان شوي او هم تری تم شوي دي.

د دې احتجاج يوې ګډونوالې ماييکان بلوڅې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د اواران پر دريو کليو د پاکستاني پوځ الوتکو بمبار کړی او درېواړه کلي يې تباه کړي دي.

((د اختر په لومړۍ ورځ د اواران په کليو وهلي زیرک، وهلي لکۍ کوچ او وهلي اسکی کونډ کې د پاکستاني پوځ جيټ الوتکو او هيلي کوپټرو درې واړه کلي په محاصره کې واخیستل، او په دې کليو کې چې څومره هم کورونه وو، هغه يې وسوځل، او ددې کليو ماشومان، سپين ږيري، نارينه او زنانه ټول تر اوسه پورې په هغه سیمه کې په محاصره کې دي)).

د ماييکان بلوڅ په خبره په دې عملياتو کې اووه ولسي وګړي وژل شوي چې ددې په خبره له هېڅ يوې وسله والې ډلې سره يې تعلق نه وو.

خو بلې خواته په کوټه کې د ملېشه ځواکونو له مرکزي دفتره په وار وار رسنيو ته بیانونه خپاره شوي، چې په يادو سیمو کې ددوي ځواکونو د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبريشن فرنټ وسله وال وژلي، او ځيني نور يې ژوندي نیولي.

د صوبې بلوڅ مېشته اواران سیمه چې د بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ايل ایف د مشر قومندان ډاکټر الله نظر پلرنی ټاټوبی دی، له يوې مودې راهیسې ديادې وسله والې ډلې د وسله والو مهم ځای بلل کېده.

خو له تېرو څو اونيو راهیسې پکې امنيتي ځواکونو په خاصه توګه پاکستانيو ملېشه و عمليات پېل کړي، چې شاوخوا هره ورځ په دې عملياتو کې د دې ډلې د وسله والو د وژل کېدو خبرونه ورکوي.