په اسلام اباد کې سرکار د پښتنو افغانانو کچه کورونه ړنګوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد د سبزي منډۍ په څنډه کې د پښتنو کچه کورونه چې پکې په زرګونه وګړي مېشت دي، سرکار یې د ودانیو ړنګول پیل کړي،.
نن د اسلام اباد های کورټ او داخله چارو وزارت په حکم د اسلام آباد انتظامیې د دغه کورونو د ړنګولو ترڅنګ پر خلکو اوښکه بهوونکې ګېس وکاروو او د کوچنیو جینکو ترڅنګ یې یو شمير خلک ونيول.
پر دې مهال د انتظامیې او خلکو ترمنځ پر یو بل د کاڼو اورولو په نښته کې ځینې کسان ژوبل شول.
د سي ډي اې د چارواکو په وينا چې دا سرکاري ځمکه وه او پر دې د خېبر پښتونخوا او د افغانستان ځينو وګړو قبضه کړې وه.
سراج ظهير راپور