'د افغان سولې بهیر رخنه ګر د ټولې سیمې دښمنان دي'

د پاکستان پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف

راحيل شريف ویلي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذکرات يواځينۍ باوري لار ده او هغه ورانکاري چې دا بهیر ګډه وډوي، هغوى د افغانستان او سيمې د سولې و ثبات دښمنان دي

د پاکستان پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره مهمې او د دې بهیر رخنه ګر او تخريبوونکي یې د افغانستان او سيمې د سولې دښمنان وبلل.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو دفتر ISPR پر سېشنبه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې لوى درستيز یې دا څرګندونې په راولپېنډۍ کې د پوځ جګپوړو قومندانانو په غونډه کې، چې د ملک اوسنۍ امنيتي وضعيت څېړلو لپاره جوړه شوې وه کړې دي.

راحيل شريف په دغه غونډه کې د افغان دولت او طالبانو د سولې د مذاکراتو په اړه ويلي:

((په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذکرات يواځينۍ باوري لار ده او هغه ورانکاري چې دا پروسه ګډه وډوي، هغوى د افغانستان او سيمې د سولې و ثبات خلاف دي.))

د پاکستاني پوځ لوى درستيز دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې ټاکل شوې وه د سولې دويم پړاو خبرې د جولای په ٣١مه اسلام اباد ته نزدې په مري کې وشي، خو د طالبانو د پخواني مشرملامحمدعمر د مړینې اعلان او د طالبانو ترمنځ پرمشرتابه یو لړ ناندرۍ په ظاهره د سولې خبرو ځنډېدو لامل شوی.

تردې وروسته د طالبانو نوي مشرملا اخترمحمد منصور په خپل لومړني پیغام کې د سولې بهیر د دښمنانو تبلیغات وبلل او د جګړې پر دوام يې ټينګار وکړ.

د جنرال راحيل شريف تر څرګندونو مخکې پر دوشنبه د پاکستان يوه جګپوړي چارواکي چې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتو په لومړي پړاو کې کې داخل و، رسنيو ته ويلي ول، پاکستان هڅه کوي د طالبانو نوې مشرتابه د سولې خبرو اترو ته راوګرځوي.

تردې مخکې جنرال راحيل شريف دوشنبې په ورځ د پاکستان وزیر اعظم نواز شريف سره په ليدنه کې د افغانستان په روانو حالاتو، په ځانګړې توګه د ملاعمر تر مړينې وروسته په رامنځته شوي وضعيت خبرې کړې وې.

د يادونې وړده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډانيل فيلډمن هم اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان له سياسي و پوځي چارواکيو سره په ليدنه کې د سولې مذاکراتو د ژر پيلېدو هيله ښودلې وه.

راپور: ذبيح شفق