دا اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې د خېبر پښتونخوا د مردان سيمې ځوان فعال محمد جنید مندوري زموږ ميلمه دی.
جنید پنځه وارې په نړيواله کچه د پاکستانېو ځوانانو نمايندګي کړې ده. نوموړی چې د تعليم په څانګه کې يو شمېر لاسته راوړنې لري د ځوانانو د نړیوالې شبکې غړی دی او د « مردانوال خلک » په نامه د سازمان جنرل سکتر هم دی.
جنید سره مو د ده په لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې کړي.د ځوانانو غږ پروګرام چې کوربه يې اسرار عالم مومند دی تاسو يې هره جمعه په ژوندۍ بڼه او د نهې پر ورځ په تکراري بڼه اوریدلی شئ :
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.