د مرګ سزاګانو قانوني حثیت

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې یوه پوځي عدالت د پېښور پر سکول په برید کې ککړو شپږو مشکوکه کسانو ته د مرګ او یوه ته د عمر قید سزا اورولې. تېر ماښام د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) له خوا په خپور شوي بیان کې راغلي تر مقدمې وروسته پوځي عدالت حضرت علي، منیب الرحمان، سبیل چې د یحیا په نوم هم پېژندل کېږي، مولوي عبدالسلام، تاج محمد او عتیق الرحمان ته د پېښور ارمي پبلېک سکول په برید کې د ککړتیا او نورو بریدونو په تور د مرګ او کفایت الله چې د کیف قاري په نوم هم پېژندل کېږي ته د عمر قید سزا ګانې واورولې. په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې سپریم کورټ د پوځي عدالتونو قانونیت په اړه پرېکړه وکړه د دې سزاګانو اورول څه ارزښت لري؟ دا پوښتنه پامیر ساحل په پېښور کې د قانوني چارو له پوه عبداللطیف اپریدي څخه کړې.