“ډیورنډ کرښې دواړه غاړې ځوانان دې ټولنینزه رسنۍ د مینې لپاره وکاروي”
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په دې وروستېو کې د کابل تر بريدونو وروسته د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ځنې پښتانه ځوانان پر ټولنيزه مېډيا او په ځانګړې توګه فېسبوک کې يو بل ته ردې بدې وايي.
دا چې د پښتنو ځوانانو دا قسمه رويه دوی ته څه تاوان او مخالفينو ته يې څه ګټې رسولې شي؟
که چېرې پښتانه ځوانان خپله دغه توانايې د تعليم، روزګار او سولې لپاره وکاروي نو له دې سره به په پښتنه ټولنه کې څه بدلون راتلې شي؟
پر دې موضوع د ځوانانو غږ خبرونه کې د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند له کابله ځوان ليکوال او ټولنيز فعال عزير امين احمدزی او له پېښوره د عوامي نېشل ګوند د ځوانانو څانګې مرکزی سکتر او ليکوال محسن داوړ سره خبرې کړي دي.