باجوړ کې له عملیاتو وروسته هم مشران خوندي نه دي

قبایلي مشران

د پاکستان حکومتي او امنيتي چارواکي دعوې کوي چي په باجوړ کي د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو نه پس امنيت پر ځای شوی ، کډوال ستانه شوي او د بیا رغونې پروژي رواني دي. خو بل پلو لیدل کیږي چې په دي وروستیو کي د پاکستاني طالبانو لخوا په سیمه کې د قبايلي مشرانو هدفي وژني بیا شروع شوي دي.

دا چې د دغو مشرانو د وژنې تر شا څه وجوهات دي ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې د باجوړ د ماموندو د امن لښکر مشر ملک دفتر خان وايي چي دښمن د دوی په مشرانو پټ ګزار کوي نو ځکه یې مخنيوي ګران دی ، او تر دې مهاله په سلګونو مشران په هدفي وژنو کې له مينځه تللي دي.

د باجوړ قبايلي سيمي يو بل مشر ملک حسین خان بیا وايي چي تر اوسه په باجوړ قبايلي سیمه کې د نهه نيمو سوو نه زیات قبايلي مشران په هدفي وژنو کې له مينځه تللي دي.

ملک حسین خان وايي چي د قبايلي سیمو سره د تعلق لرونکو د مشرانو وژني سره په دغو سیمو کي د جرګې نظام کمزوری شوی او ټولنه د مشرتابه د تشې سره مخ شوې ده چي له وجي یې ډير امنيتي اوټولنيزې ستونزي نه حل کيږي.