په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی وویلي دي چې ګډې تګلارې د استخباراتي مالوماتو تبادلې او خپل مینځي مرستو سره ترهګرۍ ختمېدل ممکن دي.
د چارشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې یو سیمنار ته جانان موسی زی وویل چې د افغانستان ځمکه به د هېڅ چا پر ضد نه استعمالېږي او د ترهګرۍ ختمولو لپاره ضروري ده چې دواړه هېوادونه په ګډه کار وکړي.
د نوموړي په وینا په سيمه کې د امن لپاره ضروري ده چې د ترهګرو مخه ونيول شي.