پاکستان وايي د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو پر ضد عملیات کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله

د پاکستان حکومت وايي د حقاني شبکې په ګډون د هر ډول وسله والو پر ضد عمليات کوي.

اسلام اباد: د پاکستان حکومت وايي د حقاني شبکې په ګډون د هر ډول وسله والو پر ضد عمليات کوي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کړې ده. څه موده وړاندې امريکا اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو پر مهال حقاني شبکه نه ده په نښه کړې.

افغان چارواکو هم په وار وار پر پاکستان ږغ کړی دی چې پر خاوره دي د مېشتو وسله والو پر ضد جدي او روښتوني ګامونه پورته کړي او افغانستان ته دي د تلونکو وسله والو مخه ونیسي.

خو پرون په اسلام آباد کې د هيواد د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله اوونيزې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل ، دوی د هر ډول ترهګرۍ پر ضد دي او د هر ډول وسله والو پر ضد ګامونه پورته کوي.

قاضي خليل الله په پاکستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش د شتون رپورټونه هم رد کړل.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصیل د ریاض موساخېل په رپوټ کې واورئ