کوټه کې د پښتو نړيوال کنفرنس انځورونه

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې برخه والو په مورنۍ ژبه د تعليم په ترلاسه کولو زور راوړ. څيړونکو همداراز په خپلو مقالو کې د پښتنو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د ورته ناستو او راشې درشې زياتول مهم وبلل. 

د کوټې په پښتو نړيوال سيمينار کې ډاکټر فضل رحيم مروت د خيبر پښتونخوا د نصاب په اړه مقاله وايي

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې څيړونکې زرغونه رښتين خپله مقاله اوروي. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې لومړۍ ناسته پښتو او تعليمي ستونزو په اړه وه چې محمد معصوم هوتک (په تصوير کې په منځ کې ليدل کيږي) په مشرۍ وشوه. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې شاعر او ليکوال درويش درانی خپله مقاله اوروي. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ليکوالان او څيړونکي برخه لري. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې د ليکوالانو، څيړونکو او شاعرانو سربېره بلوچستان کې د ملي عوامي حکمران ګوند ځيني وزيران هم شتون لري. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې د پښتنو پر سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو د خبرو ترڅنګ ازاد بجثونه هم کيږي. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد، لال پاچا ازمون ته د هغه د مقالې لپاره ايوارډ يا جايزه ورکول کيږي. 

د کويټې پښتو نړيوال کنفرنس ۲۰۱۵ کې څيړونکې زرغونه رښتين ته د هغې د مقالې لپاره ايوارډ يا جايزه ورکول کيږي. 

د کوټې په پښتو نړيوال سيمينار کې سياستوال او ليکوال، افراسياب خټک او نور برخه وال

د کوټې په پښتو نړيوال سيمينار کې څيړونکی حبيب الله رفيع خپله لولي.

سليم راز خپله مقاله اوروي

نن د بلوچستان په سرښار کوټه کې پښتو نړيوال کنفرنس روان دی. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري. دوی د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې.