کوټه کې د پښتو درې ورځنی نړيوال کنفرنس

د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتانه ليکوالان په کوټه کې سره راټول شوي دي. دوی د پښتو په نړيوال کنفرنس کې پښتو ژبې او پښتنو ته په ورپېښو ستونزې خبرې کوي. په کنفرنس کې له اروپا او امريکا هم ګڼ پښتانه څيړونکي وربلل شوي دي.

په کوټه کې د پښتو نړيوال دري ورځنی کنفرنس روان دی چې پکې له افغانستان، اروپا، امريکا او يو شمېر نورو هيوادونو پښتانه ليکوالان ، شاعران ، خبريالان او د ادب مينه وال ګډون کوي.

دا غونډه د بلوچستان پښتو اکيډمۍ په کوربه توب کيږي. د دي سیمينار پښتو ژبه او جهانيت، ستونزې او امکانات لومړنۍ برخه نن پای ته ورسېده چې مشري يې د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزي کوله. سيمنار ته په خپله وينا کې ښاغلي اڅکزي د داسې ناستو په اهميت زور راوړ او وي ويل چې که له يوې خوا د جهانيت يا ګلوبلايزيشن پښتو ته ګټې رسيدلي دي نو له بلې خوا يې تاوان هم ليدلی دی.

د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی

نوموړي وويل چې د نړيوالو ژبو سره پښتو سياله کولو لپاره د داسې کنفرنسونو اهميت ډېر دی. د دي کنفرنس په وياړ ګڼ کتابونه هم چاپ شوي دي.

په دي سيمينار کې د پښتنو د تعليمي، کلتوري او سياسي ستونزو په اړه خبرې کيږي.

کنفرنس ته د بلوچستان ګورنر او د ملي عوامي حکمران صوبايي ګوند ځينو وزيرانو تر څنګ ګڼو ليکوالانو خبرې وکړي. په دي کنفرنس کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پښتنو ليکوالان او څيړونکي برخه لري چې په روانو چارو سربېره يې د پښتنو په سياسي، کلتوري او تعليمي ستونزو څيړنيزې مقالې واورولې. مقاله ويونکو ته ايوارډونه يا جايزې هم ورکړل شوې.

تر دې مخکې هم ورته کنفرنسونه پپښور، کابل او کويټه کې شوي دي.

د کويټې د نړيوال پښتو کنفرنس يوه ويډيو:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د نړيوال سیمينار دومه برخه

د دې کنفرنس نور انځورونه دلته کتلی شئ.

کوټه کې د پښتو نړيوال کنفرنس انځورونه