د بلوچستان کروندګرانو له حکومته د خپلو حقونو غوښنه کړې

د بلوچستان کروندګرانو سازمان وايي، د وزیراعظم نواز شریف په اعلان کړي پیکېج کې د دوی لپاره هېڅ نشته.

د دې سازمان مشر عبدالرحمان بازي د پنجشبنې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، د وزیراعظم له اعلانه یوازې نصیر اباد او ډېره مراد جمالي ګټه اخیستای شي.

د بلوچستان کروندګرانو دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پر سې شنبې یا نهې د کروندګرانو مرستو او هغوی ته د رعایت ورکولو پیکېج اعلان کړ.

هلته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د بلوچستان د کروندګرانو حقونو لپاره به په پارلېمان کې غږ پورته کوي.