د امریکا سېنېټ د ایران اټومي موافقې ختمولو مخنیوی کړي

د امریکا په سېنېټ کې ډېموکراټانو د درېیم ځل لپاره د رېپبلېکن ګوند په مشرۍ د ایران اټومي موافقې ختمولو په موخه د اقدام مخنیوی کړی.

د امریکا په سېنېټ کې ډېموکراټانو د درېیم ځل لپاره د رېپبلېکن ګوند په مشرۍ د ایران اټومي موافقې ختمولو په موخه د اقدام مخنیوی کړی.

بېګانۍ رایې اچونې دا باوري کړه چې کانګرس به د ایران اټومي تړون نه منظورولو په هغه پرېکړه لیک یا قرارداد کې بریالی نشي چې پر ایران د بندیزونو لرې کولو په لړ کې د ولسمشر باراک اوباما صلاحیت له منځه یوسي.

د دې لامل دا دی چې روانه اوونۍ په سېنېټ کې بله رایه اچونه نه کېږي. ایران او د نړۍ ځواکمن هېوادونه سلا شوي ول چې د اټومي فعالیتونو محدودولو په بدل کې به ورباندې لګېدلي اقتصادي بندیزونه نرم کړل شي.

رېپبلېکنانو ته په ۱۰۰ کسیزه سېنېټ کې د ۶۰ رایو اړتیا وه چې قانوني مسوده پر مخ بوځي. خو د دې اقدام په حق کې ۴۲ او په مخالفت کې یې ۵۶ رایې واچول شوې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري پولینډ ته د هغه هېواد پخوانی سفیر د مشر منتظم په توګه ټاکلی چې دا باوري کړي چې ایران په جولای کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د شوي توافق پابندي وکړي.

تېره ورځ کیري په بیان کې وویل، سټیفن مول به ((د ادارو تر منځ د هڅو مشري کوي چې دا باوري کړي چې هغه اټومي اقدامات چې ایران ورته ژمن دی په بشپړه توګه عملي او تصدیق شي.)) کیري وویل، مول به دا هم باوري کوي چې امریکا او ملګري یې ((د ایران د اقداماتو په غبرګون د اقتصادي بندیزونو په اړه ګامونه اخلي.)) له اټومي توافق سره سم، ایران سلا شوی چې په مشخص ډول خپل اټومي پروګرام محدود کړي چې په بدل کې یې ورباندې بندیزونه نرم کړل شي.