سرتاج عزیز : پر بډه بېره هوايي مرکز د برید ثبوتونه افغان حکومت ته سپارو

سرتاج عزیز او صلاح الدین رباني

د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز مشال راډیو سره د ځانګړو خبرو پرمهال وویل چې د پېښور په بډه بیره سیمه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز د ترسره شوي برید تر شا د لاس لرونکیو کسانو په اړه ټول ثبوتونه افغانستان ته سپاري. سرتاج عزیز زیاته کړه.

« پاکستان او افغانستان له به د ترهګرۍ خلاف لاس یو کول پکار وي. د دواړو ملکونو ګټه په هم دې کې ده چې د یو بل سره مرسته وکړي. »

نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په نږدې ورځو کې به د پاکستان کوم لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته ځي ، خو دا یې ومنله چې د بډه بیرې د پېښې ټول ثبوتونه افغانستان ته سپاري.

« د بډه بیرې پېښې ترشا مهمه او خطرناکه خبره مخې ته راغلې ده. ټیليفوني مکالمو نه ترلاسه شوي استخباراتي معلومات ښکاره کوي چې د حملې منصوبه بندي په افغانستان کې شوېده. »

سرتاج عزیز وايي د دې مانا دا نه ده چې افغانستان د برید ترشا لاس لري، دا برید د تحریک طالبان پاکستان لخوا په افغانستان کې ترتیب شوی دی.

سرتاج عزیز وايي په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د وسله والو د برید نه پس افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ خلاف د یو بل سره ډیره مرسته کړې او دوی هیله من دي چې دواړه ملکونه به همداسې د یو بل سره کومک ته ادامه وکرکړي.

وسله والو څو ورځې وړاندې په بډه بېره کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په مرکز په برید کې شپیتو کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې وه. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې وه.