په حج کې د ټېل ماټېل په پېښه کې اووه پاکستانيان مړه، ۳۱۶ لادرکه

د پاکستان د حج محکمې مشر ابو عاکف ویلي دي چې د منا په پیښه کې اووه پاکستانيان مړه شوي، ۱۳ ژوبل او ۳۱۶ لادرکه دي. د نوموړي په وينا د لا درکه شوو کسانو د لټون لپاره هلې ځلې روانې دي.

د پاکستان د حج محکمې مشر ابو عاکف ویلي دي چې د منا په پیښه کې اووه پاکستانيان مړه شوي، ۱۳ ژوبل او ۳۱۶ لادرکه دي. د نوموړي په وينا د لا درکه شوو کسانو د لټون لپاره هلې ځلې روانې دي.

د مړو شوو حاجيانو تعلق له بلوچستان او سند صوبو سره دي چې پنځه ښځې هم پکې شامله دي.

د پاکستان سرکاري راډيو د حج محکمې د مشر په وینا پر خپله وېبپاڼه ليکي چې پاکستاني چارواکو ته مرده خانو پورې رسایي ورکړل شوې ده او هلته پاکستاني ډاکټران هم موجود دي چې د جسدونو معلومات ترلاسه کوي. د نوموړي په وینا چې په پېل کې د ۴۰۲ کسانو د لا درکه کېدو اطلاعات وو خو په دوی کې له ۸۶ سره اړيکه نيول شوې ده.

بلخوا د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د حج پر موقع د منا په پېښه کې د لادرکه شوو پاکستانیانو په اړه اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې چې د دوی په اړه دې د معلومات ترلاسه کولو لپاره خپل ټول وسایل پکار راولي.

سعودي عرب ته له پیښور څخه د حج لپاره تللي يو پښتون ځوان عمران ګل رابطه هم له خپلې کورنۍ سره نه ده شوې. د نوموړي پلار حاجي وحید ګل نن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:

((په کومه ورځ چې حادثه وشوه نو موږ به ټليفون کوو خو زموږ ټیلي فون به یې نه اوچتوو. اوس زما د زوی نمبر بند راځي. د عرفات په ورځ یې زما سره خبرې وشوې او راته ویې ویل چې زه عرفات ته روان یم. دا خفګان راسره دی چې خداې مه کړه مړ دی او که ژوبل ؟))

د منا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله یو شمیر حج کونکو د رمي یا شیطان د ويشتلو مراسم تر سره کول. د سعودي عرب د چارواکو په وینا په دې پیښه کې تر ۷۰۰ زیات خلک مړه شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.