افغان ځواکونه وايي، په کندز کې د پرمختګ په حال کې دي او د ښار د بیرته نیولو لپاره پوځي عملیات روان دي.
د کندز امنیه قوماندان قسیم جنګل باغ د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل:
((د خدای په فضل، دا ټوله سیمه زموږ تر کنټرول لاندې ده ، امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او ډاډ درکوم چې ډیر ژر به ټولې سیمې پاکې شي.))
رپوټونه وايي چې وسله وال طالبان د کندز هوايي ډګر ته د رسیدو هڅې کوي.
په کندز کې په روانو عملیاتو کې د امریکا هوايي ځواکونه د افغان لوري ملاتړ کوي.
ښاغلي جنګل باغ وویل چې په هوايي حملو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر موټر او جنګي وسایل سوځيدلي دي.