د شمالي وزیرستان رزمک کېډت کالج بیرته پرانستل شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شمالي وزيرستان رزمک کېډټ کالج چې په سيمه کې د ناامنيو له وجې بند شوی وو شپږ کاله وروسته بيا پرانستل شو.
چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې په سختو امنیتي تدابېرو کې په ۲۴ ګاړو مشتمله د زده کوونکو قافله بېګا ماښام ناوخته رزمک ته رسېدلې ده.
د رزمک اوسيدونکی ملک جليل خان مشال راديو ته وويل چې د ياد کېډټ کالج پر خلاصېدو د سيمې خلک ډېر خوشاله دي او زده کوونکو يې تود هرکلی کړی.
د رزمک اوسيدونکو له حکومته غوښتي چې په رزمک کېډټ کالج کې د دوی کوټه ور زياته کړل شي.
دغه کالج په دوه زره نهم کال کې د ناامنيو له وجې لومړی پېښور ته او وروسته بيا نوښار ته منتقل کړل شوی وو.