“سپریم کورټ ممتاز قادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې”
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان سپریم کورټ د سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې ده.
سترې محکمې د اسلام اباد های کورټ هغه پرېکړه رد کړې ده په کوم کې چې د ممتاز قادري له مقدمې د ترهګرۍ دفعه لرې شوې وه.
دا پرېکړې د چارشنبې پر ورځ د سپريم کورټ د چيف جسټس آصف سعيد کوسه په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ د ممتاز قادري د مقدمې د اورېدنې پر مهال کړې دي.
ممتاز قادري د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه د پنجاب صوبې د هغه وخت ګورنر سلمان تاثیر په اسلام اباد کې وژلی وو.
د سلمان تاثیر ساتونکي ممتاز قادري وروسته وویل چې ګورنر سلمان تاثیر یې له دې کبله وواژی چې هغه د پاکستان په ناموس رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه.