'ولسیار زوی مې د ولسواکۍ لپاره سرښیندلی دی'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو کارکوونکی ولسيار چې په ۷ اکتوبر ۱۹۸۳ عیسوي کال کې يې د ډيموکراسۍ په حق کې په يوه لاريون کې په خپله سینه کې مرمۍ سړې کړې، او په ۱۴م اکتوبر ۱۹۸۳ کې يې ساه ورکړه. هر کال د ولسيار په شمول د هغې ورځې د نورو شهيدانو او د ۱۱م اکتوبر ۱۹۹۱ عیسوي کال د شهيدانو تلين چې «په کوټه کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر په یوه نښته کې وژل شوي ول»د کوټې ښار په شمول په شاوخوا ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د پښتونخوا معپ د غړيو له خوا لمانځل کېږي. په کوټه کې د مشال خبریال خدای نور ناصر د ولسيار شهيد له مورکۍ حضرت خور بي بي اڅکزۍ سره خبرې کړې، چې ستاسو پام ورته راګرځووو. د ولسيار شهيد مور وايي، د خپل زوي پر شهادت ویاړي. او همدې زوی ته یې پر قبر خپل دا شعر کښلی، چې؛ مړ شو قهرمان له خپلو ډېرو ارمانو سره ونړېدی غر له خپلو غټو سنګرو سره