په خیبر پښتونخوا کې دي د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو امنیت باوري شي

پېښور: د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مذهبي لږکیږ –اقليتونو –يو غړي پر حکومت نيوکه کړې ده چې په بنو ښار کې د عيسويانو د چرچ يا کليسا د امنيت په ساتلو کې ناکامه شوی دی.

پېښور: د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مذهبي لږکیږ –اقليتونو –يو غړي پر حکومت نيوکه کړې ده چې په بنو ښار کې د عيسويانو د چرچ يا کليسا د امنيت په ساتلو کې ناکامه شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف پرحکومت دا نیوکه عسکر پرویز د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه کې کړېده.

عسکر پرویز وايي ، د خیبر پښتونخوا حکومت بايد په ټوله صوبه کې د لږکيو عبادت خانو ته د ډاډ وړ امنیت ورکړي.

نوموړي د اسمبلۍ په غونډه کې له وینا وروسته مشال راډیو ته وویل چېدوی له حکومته غوښتنه کوي چې د خیبر پښتونخوا ټولو کلیساوو ، مندرو او ګوردوارو ساتنه دي باوري کړي.

د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې عيسويان ادعا کوي چې پوليسو ورته ويلي چې د چرچ امنيت يې نشي ساتلی، خو په دې اړه نه پوليسو څه ويلی دي او نه هم پروند اسمبلی په غونډه کې د صوبايي حکومت لخوا څه ځواب ورکړل شو.

په دې اړه نور تفصیل د غلام غوث په رپوټ کې واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خیبر پښتونخوا کې دي د مذهبي لږکیو د عبادت ځایونو امنیت باوري شي