هارون سربدیال: د مذهبي لږکیو عقیدې ته دي احترام وشي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پراګ : د ټول پاکستان د هندوانو د حقونو غورځنګ وايي ، په حکومتي کچه د دوی نظریې او عقیدې ته احترام نه کېږي.
دا خبره د یاد غورځنګ مشر هارون سربديال د شنبې په ورځ مشال راډیو ته د یو مرکې پر مهال وکړه.
هارون سربدیال وویل ، دوی ځکه خپل کلتور او مذهبي رسومات له لاسه ورکړي دي چې د ده په وینا د عبادت ځايونه یې په سکولونو او هوټلونو بدل شوي دي.
نوموړی وايي دا څنګه نظرياتي ملک دی چې د نورو نظريو او عقيدو ته په کې احترم نه ورکړل کيږي.
ده وویل ، د پاکستانيو مسلمانانو ښځو لپاره دارلامان ، ماشومانو لپاره يتيم خانې ، د ديني زده کړو لپاره مدرسې او سکولونه شته او د اقليتونو لپاره هيڅ داسې څه نه شته.
د ټول پاکستان د هندوانو د حقونو غورځنګ له مشر هارون سربدیال سره د مشال راډیو اسرار عالم مومند مرکه کړېده.
د هارون سربدیال مرکه دلته واورئ