په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکې غیر سرکاري اداره الف اعلان وایي په خیبر پښتونخوا کې د جینکو ماشومانو داسې سکولونه شته چې یوه اوستاده لري، او یا پکې د اوستادانو شمیره د زده کونکیو په مقابل کې ډیره کمه وي، نو ځکه اکثره جینکۍ بیا سکول ته تګ پریږدي.
په دې اړه نور تفصیل له فرخنده اسد نه اورو.
په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره یوه کارکونکی غیر سرکاري اداره الف اعلان وایي په خیبر پوښتونخوا کې د ښځو اوستادانو شمیره ډیره کمه ده، او اکثره په لرې پرتو سیمو کې جینکۍ زده کونکې ځکه هم سکولونو ته تګ پریږدي چې اوستادانې نه لري.
د خیبر پښتخوا د الف اعلان یو کارکونکی عاصم خورشید وایي د صوبې په زیاترو سکولونو کې د زدهکونکیو شمیره زیاته وي، او اوستادان نشي کولی هر یو ماشوم ته ورسیږي.
(( زما سکولونو ته ډیر تګ راتګ وي، او هلته ماشومان دا ګیله کوي، چې ماته په کلاس کې ځای نشته. د نړیوال اوصول ترمخه په یو ټولګي کې باید ۲۵ ماشومان وي، خو که چیرې دغه نه کیږي، نو باید دومره شمیره خو وي، چې هر ماشوم ته د ناستې ځای وي، زموږ یو کلاس کې ۱۰۰ او یا ۱۵۰ ماشومان وي، نو یو اوستاد وایي چې دی یوازې حاضري ولګوي، دغه هم ډیره ده په ۴۵ منټه کې به دي سلو ماشومانو ته څنګ سبق ښيي او څنګ به هر یو ماشوم ته رسي. ))
د الف اعلان د خیبر پښتونخوا یو بل کارکونکی عاصم خورشید بیا وایي باید خلک پر دې ځان پوهه کړي چې تعلیم یي بنیادي حق دی او په دغه لار کې ټولې مسلې حکومت ته په نښه کړي. چې داشان ماشومان یي له سکوله بهر پاتې نشي.
الف اعلان دا هم وایي په لرې پرتو سیمو کې د جینکو ماشومانو سره سره د هلکانو په سکولونو کې هم د اوستادانو کمی دی او باید حکومت دغې مسلې ته پام وکړي.
بلخوا د خیبر پوښتونخوا د تعلیم وزیر عاطف خان وایي دوی په صوبه کې د ماشومانو جینکو د تعلیمي شرحې د زیاتوالې لپاره یو شمیر کارونه پیل کړي دي، او په لرو پرتو سیمو کې کارکونکیو ښځو اوستادانو ته په تنخاګانو کې اضافي پیسې هم ورکوي.
((موږ د تعلیم په برخه کې کارکونکیو ښځو ته چې پکې اوستادانې هم دي، په تنخاګانو کې اضافي پیسې ورکوو، او بل د جینکو د تعلیمي شرحې د زیاتوالي لپاره په نوو سکولونو کې بهاویا فیصده د جینکو سکولونه وي، او دیرش فیصده به د هلکانو وي))
بلخوا د پاکستان ایکسپریس ټرااییبیون ورځپاڼه په خپل یو رپوټ کې د مردان ضلعې د شیر ګړ سیمې د جینکو د یو سکول ذکر کوي، چې پکې یو زر جینکۍ ماشومانې داخلې دي ، خو د دوی په دغه سکول کې یواځې لس اوستادانې لري.