په سروې خپرونه کې له انیته محسود سره مرکه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په سروې خپرونه کې له جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې انیته محسود مېلمنه ده.
انیته محسود د قبایلي سیمو د ځوانانو اتحادیې مشره ده او دا شان د فاټا سیاسي اتحاد کې هم د یوې مشرې په حیث کار کوي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړې هم ده.
انیته محسود وایي، که چیرې د فاټا ښځو ته په سیاست کې د سړو په شان پوره ونډه ورکړل شي نو د سیمې ډېرې مسلې هوارېدای شي.
د دې خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.