بلوچستان:پر امام بارګاه ځانمرګي برید ۱۱ کسان وژل شوي

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ پر ځانمرګي برید سخته خواښيني ښودله او امنيتي ادارو ته يې هم سخته غصه کړې.

د بلوچستان د کچي ضلعې د تحصیل باګ په چيلګري سیمې په يوه ځانمرګي برید کې يوولس تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي. باګ تحصیل چې د کوټې جنوب ختیځ لور ته د شاوخوا درې سوه کیلومیترۍ په واټن پروت دی، په کې دا ځانمرګی برید د جمعرات په ماښام شوی.

د باګ سیمې د لیویزو رسالدار حامد خان بنګلزيي د جمعې په سهار د ټيلي فون پر کرښه مشال راډيو ته وویل، په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شويو شمېر يوولس ته رسېدلی او لس نور ژوبل شوي دي.

دا برید د چيلګري په يوې امام باړې کاظميه کې شوی، چې هلته عبادت کوونکي د ماښام پر لمانځه ولاړ وو. بریدکوونکی چې نقاب يې کړی وو، د ښځو پر لاره امام باړې ته ننوتی، هلته بیا له نارينه و سره په صف کې درېدلی او بیا يې ځان الووزولی دی.

د بنګلزي په خبره په وژل شويو او تپيانو کې ټول نارينه او څو ماشومان هم شامله دي. چې دده په خبره شپږ ژوبل شوي کسان يې د سیوۍ دولتي روغتون ته او پاتې نور يې د کچي ښار روغتون ته منتقل کړي.

حامد بنګلزی زیاتوي، د ځانمرګي سر يې موندلی او استخباراتي ادارې يې د پېژندلو هڅه کوي.

بلې خواته د بلوچستان حکومت له خوا رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې ویل شوي، د صوبې اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په دې ځانمرګي برید د سختې خواښينۍ څرګندونه او امنيتي ادارو ته يې سخته غصه کړې.

حکومتي بیان زیاتوي، اعلی وزیر اړوندو چارواکو ته امر کړی، چې ژر تر ژره دي ددې برید د ذمه وارو امنيتي چارواکو پېژندګلوي وکړي، تر څو پر ضد يې قانوني کار وکړای شي.

د کچي ضلعې باګ تحصيل او شاوخوا سیمې چې په کې تردې وړاندې ورته پېښې شوې نه دي، همدا لومړی ځل دی، چې د فرقه ييزې ترهګرۍ ښکار کېږي.

که څه هم د چيلګرۍ ددغه ځانمرګي برید مسوولیت تر اوسه رسنيو ته کومې ډلې قبول کړی نه دی، خو تردې وړاندې د بلوچستان په نورو سیمو کې د شيعه ګانو پر ضد د ورته بریدونو ذمه واري لښکرجنګوي وسله والې ډلې په بیابیا قبول کړی دی.

بلخوا د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، له دوبۍ څخه یې د لشکر جنګوي وسله والې ډلې پینځه غړي لاهور ته وروستي دي.

د لاهور د پولیسو یوه مشر ډاکتر حیدر اشرف نن مشال راډيو ته وویل، دا مشکوک وسله وال بېګا لاهور ته ورسول شول او دا چې دوی له ۴۵ څخه د زیاتو اهل تشیع کسانو په وژنه کې ککړ دي.

ده وویل، دوی په روان محرم کې هم د بریدونو پلان درلود. اشرف زیاته کړه چې نیول شوي کسان هارون بټي، احمدیار، غلام مصطفا، طارق نواز دهلو او ایاز احمد نومېږي.


--