د بېلاروس وزیر اعظم پاکستان ته ځي

د بیلا روس وزیراعظم اندرې کوبیاکوف

نن به د بیلاروس وزیراعظم سره له یوه لوړپوړي پلاوي سره د پاکستان په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې د بیلا روس وزیراعظم اندرې کوبیاکوف به له خپل پاکستاني هم منصب وزیراعظم نواز شریف سره ملاقات کوي او په دوه اړخیز تعلقاتو، علاقایې صورتحال او په نړیوالې معاملو خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا چې دې سفر کې به د پاکستان او بیلاروس ترمینځه په ځنې معاهدو او مفاهمتي یاداشتونو لاس لیک کیږي.

دا به د بیلا روس د یو وزیراعظم پاکستان ته وړمبې سفر وي.

د بیلاروس وزیراعظم به د پاکستان صدر ممنون حسین او نور اعلې چارواکو سره هم ملاقات کوي.

د بیلاروس وزیر اعظم سره د سرمایه کارانو یوه ډله به هم وي چې د پاکستان او د بېلاروس تجارتي او سرمایه کاري کانفرنس کې به ګډون کوي.

پاکستان وایې چې د بیلاروس د وزیراعظم د دې سفر نه به د دواړو ملکونو موجوده تعلقات نور هم مضبوطیږي.

یاده دې وي د روان کال په مې میاشت کې د بېلاروس صدر د پاکستان دوه ورځې دوره کړې وه چې پکې حکومتي اعلی چارواکو نه علاوه د سرمایه دارانو یوه ډله هم وه.

بیلاروس په پاکستان کې خپله سفارتخانه کال ۲۰۱۴ د نومبر میاشته کې پرانستې وه.

د پاکستان او بیلاروس تعلقاتو په اړه د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر ډاکټر سرفراز خان وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د دواړو ملکونو تعلقات دومره حده پورې ښه شوي دي چې هم د بېلاروس او هم د پاکستان اعلی چارواکو سره د اعلی سطحو وفدونو دورې کړې دي.

د ده په وینا چې بیلاروس پاکستان سره په زراعي او پوځي ټیکنالوژې کې او پاکستان بیلاروس سره په سبزیانو او میوو کې تجارت کولی شي.

،، پاکستان چې بیلاروس سره کوم تجارت کوي نو هغې کې یو مهم د ټریکټرو دې چې نه صرف هغه ټریکټرې هلته نه راځي بلکه د هغې سامان هم هلته نه راځي. نو پاکستان بیلاروس نه زراعي ټیکنالوژي هم اخلي او پوځي هم، بیلاروس په ټیکنالوژې کې مخکې دې نو پاکستان ترې دا کمک اخیستلی شي،،

د ذکر ده په څلورم نومبر د بیلاروس د تجارت وزیر د پاکستان د اوبو بجلۍ وفاقي وزیر سره ملاقات کړی وو چې پکې په دوه اړخیزه تجارتي تعلقاتو او پاکستان کې توانایي او زراعي شعبه کې د سرمایه کارۍ کولو خبرې اترې شوې وې.