د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د بېلاروس سرمایه کارانو ته هم بلنه ورکړه او ویې ویل چې د پاکستان پالیسیانې د سرمایه کارې لپاره نرمې دي.
په وزیراعظم کور اسلام اباد کې د بېلاروس له وزیراعظم سره ګډې خبري غونډې ته د پاکستان وزیراعظم وینا وه چې دواړه ملکونه په خصوصي توګه اقتصادي تعلقاتو ته وده ورکول غواړي، او د دواړو ملکونو ترمینځه لاسلیک شوې معاهدې او مفاهمتي یاداشتونه به دوه اړخیز اقتصادي تعاون او تجارت لپاره یو جامع حکمتعملي ورکوي.
ده زیاته کړه چې له تېرو شپږو میاشتو کمه موده کې د دواړو ملکونو اعلا سطحي رابطې وشوې او هیله مند دی چې د بېلاروس وزیراعظم اندرې کوبیاکوف د دورې نه به د دواړو ملکونو تعلقاتو ته نوره وده هم ملاوېږي.
دی زیاتوي ،، موږ ځني نوې اړخونه شروع کولو فیصله کړې ده چې ورسره په خاص توګه تجارت او سرمایه کارې تعلقاتو ته وده ورکول دي. د دې نه علاوه موږ په صنعت ، زراعت ، ثقافت او تعلیم هم خبرې اوکړې. موږ په علاقایې او نړیوال امورو هم د خپل خیالاتو تبادله اوکړه ، زه اعتماد لرم چې کوم مهم اقدامات نن موږ اوچت کړه نو هغه به زموږ موجوده تعلقات نور هم مضبوطوي،،
د بېلاروس وزیراعظم اندرې کوبیاکوف وینا وه چې جنوبي ایشیا او په خاص توګه پاکستان سره تعلقاتو ته وده ورکول غواړي.
ده دا هم ویل چې پاکستان سره به د اقتصاد په میدان کې کمک کوي او د خپل مینځي تجارت حجم هم زیاتولو ته اړتیا لري.
دې وایې ،، موږ په تعمیراتو ، صنعت او بنیادي ډهانچې په کار کې یو شمیر ملکونو سره غټه تجربه لرو. موږ خپله تجربه پاکستان ته وړاندې کول غواړو چې هغه خپله صنعتي او زراعي شعبه جدید کول غواړي. د دې ترڅنګ موږ د زراعتو او ځنګلاتو په شعبه کې د تعاون موقعې هم ګورو. بېلا روس پاکستان ته د تیل او د ګیس پیداروار په شعبه کې هم وړاندیز کړې دې، موږ د دې خبرې ضمانت ورکوو چې موږ به نه صرف خپله تجربه شریکوو بلکه پاکستان کې به د تیلو او ګیس پروجو کې زموږ خپل ماهرین او خصوصي کمپنیانې به په ذاتي توګه شاملې وي. موږ په روس ، یوکرین، ایکواډو او نور ملکونو کې کامیابې سره خپل خدمات ورکولو کې او خپلې پروژې جاري ساتلو کې مصروفه یو،،
د ذکر ده پریس کانفرنس نه مخکې د دواړو ملکونو ترمینځه په وزیراعظم هاوس کې اقتصادي تعاون لپاره په یو کړن لارې لاس لیک نه علاوه صحت ، کسټم ، ټینیکل کمک ، زراعت ، تعلیم ، تجارت ، ساینس ، ثقافت، منسک یونیورسټي او یونیورسټي اف سټریټیجک سټډیز ترمینځه تعاون او په دواړو ملکونو کې د سفارتخانو د زمکو په یاداشتونو هم دستخطې اوشوې.
یاده دې وي نن سهار وزیراعظم نواز شریف او د د بېلا روس وزیراعظم ترمینځه نیغ په نیغه ملاقات شوی وو چې په کې دوه اړخیز تعلقاتو نه علاوه په علاقایي او نړیوال امورو خبرې اترې شوې وې.
وزیرعظم نواز شریف سره د ملاقات نه پس د دواړو ملکونو د وفدونو په سطحوهم خبرې اترې شوې وې.