په کابل کې راوتی لاریون ترینګلی شو
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د افغانستان په زابل کې د وسله والو طالبانو له لوري د وژل شوو اوو کسانو چې سرونه یې ترې غوڅ کړي ول، د دغه پېښې د غندنې لپاره نن سهار په کابل کې راوتی د لسګونه زرو کسانو لاریون ترینګلی شوی دی.
لاریون له هغه وروسته ترینګلی شو چې مظاهره کوونکو چې مظاهره چیانو د جمهوري ریاست ته ننوتل غوښت.
لومړي معلومات ښیي چې اته مظاهره کوونکي ټپیان شوي.
مظاهره کوونکو د هغو اوو کسانو مړي چې په زابل کې یې سرونه پرې شوې د ارګ مخې ته راوړي او د ملي وحدت حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه کوي.