"د خېبر پښتونخوا حکومت دې ځايي حکومتونو ته واک وسپاري"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خیبر پښتوخوا د ښاروالۍ ټاکنو کې نویو ټاکلیو کونسلرانو په پېښور کې د یوه احتجاجي لاریون پر مهال له صوبايي حکومته او د تحریک انصاف له مشر عمران خانه غوښتي چې دوی ته دې پوره واک او اختیار ورکړل شي ګنې خپل احتجاجونه به نور پسې وغځوي، او ان که یې غوښتنې ونه منل شي استعفاګانې به ورکړي
د پېښور مقامي حکومت ضلعي کونسل د مخالفو ډلو مشر وکیل سید محمد ظاهر مشال راډیو ته وویل چې په دې احتجاج کې څلور ګوندونه شامل دی چې پکې پاکستان مسلم لیګ ن، عوامي نېشنل ګوند، جمیعت علما اسلام ف او پیپلز ګوند دی.
له پېښوره د شبیر احمد جان ویډیو رپورټ