یوه پاکستاني خبریال ته د ماشومانو حقونو په برخه کې انعام ورکړل شوی

یوه پاکستاني کیمره چلوونکي د روانو چارو په برخه کې د سوني ادارې انعام ګټلی دی.

یوه پاکستاني کیمره چلوونکي د روانو چارو په برخه کې د سوني ادارې انعام ګټلی دی.

ازاد خبریال حیدر علي ته د چارشنبې یا شورو پر ورځ دا انعام په لندن کې د هغې ویډيو په نتیجه کې ورکړل شوی دی چې ده په پېښور کې د کوڅو ماشومانو په ژوند جوړه کړې.

تر انعام اخیستو وروسته علي په خپله وینا کې وویل، د ده لپاره تر ټولو ((مهمه خبره دا ده چې د کوڅو ماشومانو په اړه د ده فلم ومنل شو او په رسمي ډول وپېژندل شو.))

علي وايي، ((دا یې د هېواد پټ شرم دی چې د غربت، ناوړه حالاتو او بېلارۍ له کبله د هغه هېواد ماشومان)) اکثر د تېریو ښکار کېږي او د حقونو ((سرغړونه یې کېږي.))

د ده په خبره، د ماشومانو ژوند په اړه د دې فلم یا ویډیو تر خپرېدو وروسته په پېښور کې ((د کوڅو ماشومانو لپاره یو پناه ځای جوړ کړل شو او داسې پلانونه شته چې دا [ډول مرکزونه] د هېواد په نورو ښارونو کې هم جوړ کړل شي.))

حیدر علي پر داسې مهال دا انعام ګټلی چې څو میاشتې مخکې د پاکستان پنجاب په قصور کې پر سلګونه ماشومانو د جنسي تېریو او د هغوی ویډیوګانو خپرېدو خبرونه خپاره شول.

د بشري او ماشومانو حقونو ادارو پر پاکستاني حکومت ټینګار کړی چې نه یوازې د قصور د پېښې پلټنې دې وکړي بلکې په هېواد کې دې د بې وزله ماشومانو د ژوند او حقونو خوندي ساتلو لپاره له قوانینو جوړولو سره اقدامات وکړي.