"یوازې افغان کډوال نه بلکې ټول پښتانه ځورول کېږي"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي، په هغه هېواد کې یوازې له افغان کډوالو نه بلکې له ټولو پښتنو سره ناسم چلند کېږي.
د بشري حقونو کمېشن مشرې زهرې یوسف تېره ورځ مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې داسې یو ماحول جوړ کړل شوی دی چې هر افغان کډوال ته د ترهګر په سترګه کتل کېږي.