ليوال: د سولې خبرو لپاره بايد پاکستان له طالبانو لاس واخلي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د قبايلو چارو وزارت مرستيال، غفور ليوال، بشيرګواښ سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې کابل ته د پاکستان ميشته پښتنو سياستوالو د سولې پيغام وروړل په خپل ځای خو افغانستان د سولې خبرو لپاره خپل شرايط لري. هغه وويل چې اول بايد نړيوال ضمانت موجود وي چې د پاکستان پوځ به د طالبانو له ملاتړه لاس اخلي.