"د کاشغر ــ ګوادر اقتصادي راهدارۍ، لاهورۍ لاره نه منو"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خېبر پښتونخوا کې واکمن او مخالف ګوندونه د اقتصادي راهداۍ مخ پنجاب ته د اړولو پر ضد پر یوه ګډه کړنلاره سلا شوي دي. د پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د اقتصادی راهدارۍ په اړه د یوې غونډې مشرۍ کولو وروستو د چارشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل، دوی له مرکزي حکومته یواځې یو سړک یا موټروې نه غواړي بلکې دوی غواړي چې د اقتصادي راهدارۍ دا منصوبه دې د موټروې، اورګاډي پټلۍ، تېل او ګېس نللیکو سره یوځای پر لویدیځه لاره سر ته ورسول شي. اسد قیصر پر مرکزي حکومت تور پورې کړ چې د کاشغر ـــ ګوادر اقتصادي راهدارۍ منصوبه پټه په پټه پرمخ وړي. د غلام غوث راپور