افغان سولې عمل، خنډونه او امکانات
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پاکستان او افغانستان بلاخره سلا شول چې له افغان وسله والو طالبانو سره ځنډېدلې سولې خبرې به بېرته پېلوي ایا دا ځل مذاکرات پر مخ تلای شي؟ د خبرو نوې بڼه څه کېدای شي او دا چې د پښتنو ملت پاله مشرانو په غوښتنه د افغان حکومت خبرو ته غاړه ږدل خپله د دغو مشرانو راتلونکی اعتبار له کوم چېلنج سره مخامخ کړی دی؟ د ا نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.
مېلمانه: د پاکستان پخوانی سفاتکار اياز وزير ( نوموړی د پښتنو مشرانو په هغه ډله کې هم شامل وو چې له افغان ولسمشر سره يې لېدلي وو)
کابل مېشت د شخړو اوسولې څېړنې مرکز څېړونکی حکمت اعظمي
امريکا مېشت سياسي پوه ډاکټر محمدتقي
په کابل کې د طالبانو د چارو پوه نظر محمد مطمين
کوربه : عبدالحی کاکړ