د فاټا استادان په احتجاج مجبوره دي

اسلام اباد: د قبایلي سیمو نه راغلو یو شمیر استادانو نن د ګل په ورځ د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

په دې مظاهره کې د ګډون کونکو استادانو وینا وه چې د ۲۰۱۲م کال راهېسې د دوی پرمختګ یا اپ ګریډیشن نه دی شوی نو حکومت دې د دوی دا غوښتنه ومني او په فوري توګه دې دوی له ترقي ورکړي.

د استادانو وینا وه چې په فاټا کې په سلګونه ځوانان د وړاندې تعلیم حاصلولو باوجود بې روزګاره دي او حکومت ته خواست کوي چې د فاټا په ټولو سکولونو او کالجونو کې دې په خالي پوسټونو د قابلیت په بنیاد بهرتیانې وکړي. او د دې ترڅنګه د فاټا د استادانو چې کوم ټیچنګ الاونس ودرول شوی دی،هغه دې هم بحاله کړی شي.

د ال فاټا ټیچرز ایسوسي ایشن د مطبوعاتو سیکتر اصف اپریدی وايي چې فاټا سیکټریټ دوی په احتجاج مجبوره کړل ، ځکه چې د دوی په وار وار د غوښتنو باوجود هم دوی ته هېڅ ځواب ندی ورکړل شوی.

د فاټا استادانو د تېرې میاشتې د ۳۰مې نیټې نه تر د روانې میاشتې شپږمې نیټې پورې د کلاسونو نه بایکاټ هم وکړ، او اوس مجبوره شول، چې اسلام اباد ته لاړ شي.

د یاد ایسوسي ایشن صدر خان ملک خان محسود مشال ریډیو ته وویل چې تر څو یي حکومت دا غوښتنې ونه مني نو تر هغې به یي احتجاج دوام ولري.

د فاټا سیاسي اتحاد مشر او د پیپلز پارټۍ پخوانې د قامي اسمبلۍ غړې اخونزاده چټان وايي چې د دې استادانو دا غوښتنې جایزې دي او ورله يي دا باور ورکړ چې په قامي اسمبلۍ کې اپوزیشن لیډر سید خورشید شاه او د سینټر فرحت الله بابر او اعتزاز احسن د لارې به د دوی دا غوښتنې په دواړو ایوانونو کې راپورته کوي.

مشال ریډیو چې کله د استادانو دا غوښتنې د حکمران ګوند مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ غړي محمد نظیر په وړاندې کیښود نو د نوموړي وینا وه چې د سیفران وزیر سره په رابطه کې دی، او د استادانو دغه غوښتنط به ورته وړاندې کوي.

په دې احتجاجي مظاهره کې د اووایجنسو او شپږو ایف ار سیمو نه راغلي استادانو ګډون وکړ.