"ماشوم ته د تصوير ژبه تر ټوله اسانه وي"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځي ځوان ښوونکي محمود مرهون د ماشومانو لپاره ۴۵ کتابونه ليکلي او ژباړلي دي.
نوموړی وايي، د هر کتاب هره پاڼه يې د متن تر څنګ په ښکلو انځورونو پسوللې چې ماشومان په اسانه زدکړه ورڅخه وکړي او په کيسه ځان پوه کړي. د ده په خبره، ((ماشوم ته بايد وښودل شي چې رنګينه نړۍ د کاغذ پرمخ هم شته)).
نوموړی زياتوي، پلان لري، په نږدو وختونو کې د ماشومانو لپاره شپږ جلده دايرت المعارف هم وليکي.
له محمود مرهون سره احمد شاه اعظمي مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې د ماشومانو لپاره يې د کتابونو ليکلو او ژباړلو ته څنګه پام ور واوښتی؟ نوموړی په ځواب کې وايي.....
له محمود مرهون سره د احمد شاه اعظمي مرکه