"د وزیر اعلا مالک بلوڅ لنډه دوره تر پخوانیو ښه وه"

کوټه: د بلوچستان تلونکې وزیر اعلا ډاکټر مالک بلوڅ او راتلونکې وزیر اعلا نواب ثناءالله زهري

"ډاکټر مالک بلوڅ به زیاتره ورځ په دفتر کې تېروله، د خلکو ستونزې یې اورېدلې او تر خپله وسه یې د هغوی د هوارولو هڅې هم کولې".

پراګ: ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د بلوچستان وزیر اعلا ډاکټر مالک بلوڅ استعفا ورکړې او ثناء الله زهری د نوي وزیر اعلا په توګه دنده سمبال کړي.

په بلوچستان کې د مسلم لیګ نون، نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر منځ د ۲۰۱۳م کال له ټولټاکنو وروسته د ایتلافي حکومت لپاره په مري کې یو تړون شوی وو.

د پاکستان وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې مشر نواز شریف، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د نېشنل پارټۍ مخکښ حاصل بزنجو پر دې تړون سلا شوي ول.

د هغه تړون له مخې د صوبې د وزیر اعلا چوکۍ د لومړنیو دوه نیمو کلونو لپاره د نېشنل پارټۍ ډاکټر مالک بلوڅ ته ورکړل شوې وه چې موده یې د روانې دسمبر میاشتې پر څلورمه نېټه پای ته ورسېده.

د پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف دفتر اعلان وکړ چې د پاتو دوه نیمو کلونو لپاره یې د مسلم لیګ نون ډلې صوبايي مشر نواب ثناءالله زهری د وزیر اعلا په توګه نومولی دی.

د منځنۍ طبقې ډاکټر مالک بلوڅ د صوبې د خلکو د هیلو په پوره کولو کې تر کومه حده بریالی شوی دی؟

په کوټه کې خبریال او شننونکی سید علي شاه وايي، د ډاکټر مالک بلوڅ د حکومت لومړیتوب په صوبه کې د امنیت ټینګښت وو چې په ریښتیا هم ښه شوی دی.

نوموړي وویل، “زما په فکر د بلوچستان په تاریخ کې تر اوسه د ډاکټر مالک بلوڅ کارکردګي تر ټولو ښه وه.”

د بلوچستان پر حالاتو بل نظر لرونکی شهزاده ذوالفقار هم د ډاکټر مالک بلوڅ له حکومته په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې خوښ ښکاري.

دی وايي، د ډاکټر مالک بلوڅ حکومت په دې هم نه ډېر خراب او نه ډېر ښه وو چې تر دوی وړاندې د نواب اسلم ریساني حکومت دومره خراب وو چې بیا په منځ کې ختم کړل شو.

نواب اسلم ریسانی د پیپلز ګوند صوبايي مخکښ وو او په ایتلافي حکومت کې ورسره جمعیت علماء اسلام (ف) او پاکستان مسلم لیګ (ق) هم ملګري ول.

په کوټه کې د نور کړکېچن امنیتي حالات تر څنګ پر هزاره ګانو تر خونړیو بریدونو وروسته د هغه وخت وزیراعظم راجا پرویز اشرف د ۲۰۱۳م کال د جنوري پر ۱۳مه نېټه د نواب اسلم ریساني حکومت ختم کړ او واک یې د صوبې ګورنر نواب ذوالفقار مکسي ته وسپارلی.

که څه هم په بلوچستان کې فرقه ییزې وژنې او نښتې کېږي خو د کوټې تر څنګ د صوبې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د امنیت په خرابۍ کې یو لوی لامل د بلوڅ بېلتونغوښتونکو ډلو وسله واله مبارزه ګڼل کېږي، چې ډاکټر مالک بلوڅ ورسره د خبرو اترو هڅې پیل کړې وې.

ډاکټر مالک بلوڅ په دې لړ کې له نوابزاده براهمداغ بګټي، خان اف قلات میر سلېمان داود او نوابزاده حېربیار مري سره لیده کاته هم کړي ول.

شهزاده ذوالفقار وايي، نوی وزیر اعلا باید په دې لړ کې ډاکټر مالک بلوڅ د ځان ملګری کړي هغه ځکه چې نوموړی وار له مخه د دې پروسې په لارو چارو خبر دی.

خو خبریال سید علي شاه وايي،ثناء الله زهری نواب دی او په بلوچستان کې د امنیت او خلکو د ستونزو د هواري په برخه کې د سردارانو او نوابانو تاریخ ښه نه دی پاتې شوی.

ده وویل، ډاکټر مالک بلوڅ به زیاتره ورځ په دفتر کې تېروله، د خلکو ستونزې یې اورېدلې او تر خپله وسه یې د هغوی د هوارولو هڅې هم کولې.

سید علي شاه وايي، د ډاکټر مالک بلوڅ د حکومت دویم لومړیتوب تعلیم وو او د هغه لپاره یې نه یوازې د نورو حکومتونو په پرتله زیاته بودیجه یانې ۲۴ فیصده بېله کړه بلکې د بلوچستان په تاریخ کې یې په لومړي ځل په معیار پوره پنځه زره استادان واخیستل او هم یې د شته استادانو سکولونو ته د حاضرولو لپاره ګامونه پورته کړل.

د سید علي شاه په وینا، بیا هم د تعلیم، صحت او د څښلو اوبو په لړ کې له ولس سره شوې ژمنې نه دي پوره شوې چې د بلوچستان مهمې ستونزې ګڼل کېږي.

د بلوچستان په اسبملۍ کې د اپوزیشن ګوندونه لکه جمعیت علماء اسلام (ف)، عوامي نشنل ګوند او بلوچستان نېشنل پارټۍ تور لګوي چې د اوسني ایتلافي حکومت نیمه دوره تېره شوې ده خو دوی د ولس د ستونزو په هواري کې پاتې راغلي دي.

که څه هم د اوسني حکومت ګوندونه وايي چې یوازې وزیر اعلا به بدل شي او نوره حکومتي کابینه به پر ځای پاتې وي چې د ولس ستونزې هوارې کړي خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه چې د نوي وزیر اعلا نواب ثناء الله زهري په کابینه کې به مهم وزارتونه له کوم ګوند سره وي.