کوټه: د نیلم پري په نامه ژوندۍ مېرمنې سوځوونکي ونیول شو

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ پر مېرمنو تشدد غندلی او هوډ یې څرګند کړی دی چې د سوځول شوې او وژل شوې مېرمنې نیلم پري د پېښې په اړه به ږع پورته کوي.

کوټه: د کوټې پولیس وايي ، د نیلم پري په نامه مېرمنې خاوند او خسر یې نیولي دي. دا له هغه وروسته ده چې د یادې مېرمنې خاوند ، خسر او خواښې هغه ژوندۍ سوځولې وه.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړې نسیمه پانېزۍ پر مېرمنو تشدد غندلی او هوډ یې څرګند کړی دی چې د سوځول شوې او وژل شوې مېرمنې نیلم پري د پېښې په اړه به ږع پورته کوي.

د کوټې ښار ته نژدي د نوي کلي نومي سیمې د پولیسو تاڼې چارواکي وايي دا پېښه د جمعرات په ورځ رامنځ ته شوې وه.

د نیلم پلار حيدرزمان خان د لور د فاتحې په مراسمو کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ده لور د هغې د خسرګنۍ لخوا سوځل شوې او وژل شوې ده.

دی وايي ، خواښې لومړی زما لور تړلې وه ، بیا ورباندې خاوند او خسر تېل توی کړي وو او اور يې ورته کړی وو.

د حيدرزمان په خبره د لور د واده يې يوازې یو کال شوی او يوه اونۍ وړاندې يې په کور کې لږ څه خفګان سره راغلی وو او نیلم پري د ده کره راغلې وه.

حيدرزمان زیاتوي ، بیا زما زوی نیلم پري ته وویل او هغه بیرته د خاوند کور ته ستنه شوه.

حيدرزمان وویل ، نیلم چې کله په روغتون کې په هوښ کې راغله ، نو خپل ورور ته يې په ګيله من انداز وویل ، چې زه ستا د عزت په خاطر هلته ورغلم او ته وګوره چې هغوی له ما سره څه کړل؟

د بشري حقونو د سازمان د بلوچستان مشر طاهر حسین ايډوکېټ وايي، د دې صوبې په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې لاهم د ښځو پر وړاندې په کورونو کې د تشدد ډېری پېښې کېږي.

طاهر حسین ايډوکېټوايي ، داسې ډېری پېښې ثبت کېږي او خلک پرې نه خبرېږي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ښځينه غړې نسيمه پانېزۍ وايي ، [په بلوچستان کې به ] د دوي حکومت هڅه کوي چې نه يوازې د نیلم د وژنې پر ضد ږغ پورته کړي بلکې د کورني تشدد پر ضد هم کار وکړي.

که څه هم په بلوچستان او نورو پښتون مېشتو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد پېښې ډېرې کمې ثبت کېږي خو نسیمه پانېزۍ زیاتوي چې ولس او خپله مېرمنې هم بايد د داسې پېښو پر ضد ږغ پورته کړي.